انټى بيوټک (دمیکروب ضددرمل)

Antibiotic/ Anti microbial 

انټی بیوټک (دمکروب ضد درمل)

تعریف: هغه درمل چی په جسم کی دانتاناتو دتداوی لپاره کارول کیږی انټی بیوټک بلل کیږی .


دمکروب ضد درملنی اصول. 

دمکروب ضد درمل دهغه بیوشیمی تفاوت په اساس چی دانسان او مایکروارګانیزم په جوړښت کی څرګندیږی خپل خاص اثرښکاره کوی.  دغه درمل دانتاناتو په درملنه کی کارول کیږی ځکه دوی پرمکروبونو یوځانګړی سمیت لری کوم چی کولای سی دهغوی دمړینی یاژوبل کیدوسبب وګرځی بیله دی چی ومیزبان (انسان)ته ضرر ورسوی

 

 دانټی بیوټکو انتخابول.

دیومناسب انټی بیوټک په انتخابولو په لاندی ټکو پوهیدل په کاردی. 

1 دمکروب پیژندنه.

دمکروبونو ډیری نوعی چی په انسان کی دناروغی سبب ګرځی متفاوت شان لری ددغه تفاوت له کبله دانټی بیوټیکو تاثیر پرمختلفو مکروبونو فرق لری. که څه هم په افغانستان کی د مکروبونو مالومولو معاینات ډیرکم کارول کیږی او ډاکټران تجربوی انټی بیوټک کاروی خو بیا هم دمکروب مالومول یو اړین کاربلل کیږی.


2  دمکروب حساسیت وځانګړی درمل ته.

ترجیحاً دمکروب ضد درمل د مکروب دپیژندنی وروسته انتخابیږی.  په افغانستان کی چی ترډیره تجرباتی انټی بیوټک کارول کیږی باید کوښښ ونه سی چی ترټولو وسیعه ساحه انټی بیوټک انتخاب سی. هغه مکروبونه چی محدودالساحه انټی بیوټک تاثیرپرلری باید وسیع الساحه انټی بیوټک ورته انتخاب نه شی. 


3 دانتان ځای .

ټول انټی بیوټک په یوه تناسب دبدن په ټولو انساجو کی نه خپریږی دا کار دانټی بیوټکو د انحلالیت او مالیکولی وزن سره ډیره اړیکه لری.

هBlood brain berrier دعروق شعریه یوجال ماننده ساختمان دی چی ودماغ ته دځینو درملو کیمیایی موادو او مکروبونودننوتلو مخه نسی. اکثره انټی بیوټک نه شی کولای تر BBB تیرسی ځکه نو ددماغ په داخلی انتاناتو کی د داسی درملو څخه کارنه سو اخیستلای . 


4 هغه فکتورونه چی د ناروغ سره تعلق لری.

هغه فکتورونه چی دناروغ سره تعلق لری دانټی بیوټکو په انتخاب  کی باید ټول په پام کی ونیول سی. چی مهم یی 

★دناروغ معافیتی سیستم ته کتنه 

★ دپښتورګو وظایف مالومول

★ دینی په ناوړتیاکی ځانګړی پاملرنی ته اړتیاشته.

★دوینی جریان ته کتنه ځکه دشکری ناروغانو پښوته. دوینی کم جریان د درملو انتقال مؤثره کوی اود دغه اعضاوو دانتان د درملنی دناکامی سبب ګرځی. 

★دناروغ سن ته بايد پاملرنه وشی .

ځکه په نوو زیږیدلو ماشومانو او بوډاګانو کی د ینی او پښتورګو وظایف پوره نه او باید په دغه سن ناروغانو کی هغه انټی بیوټک چی په لوړ ډوز سمی وی ونه کارول سی.

★ په میرمنو کی حمل اوشیدی ورکول

★هغه میرمنی چی حمل لری وهغوی ته باید داسی درمل انتخاب سی چی یا خو تر پلاسنټا نه تیریږی اویاهم پرجنین سمی تاثیرات نه لری. همداراز په شیدو ورکونکو میندو کی باید هغه درمل چی په شیدوکی زیات افرازیږی اوکه ضرورت وی نو داکتر باید دماشوم دتغذیی په اړه تصمیم ونیسی